بهير غونډه
08.02.2010 12:13د لـوی او بښـونکی څښـتـن تعــالی په سـپـیـڅلـي نـامه
د افـغـان ادبـي بـهېـر ۴۴ مه اونیزه غـونډه ، د ۱۳۸۸هجری شمسي کـال د سلواغې په نهمه چې د ۲۰۱۰ میلادي کال د جنوري د نهه ویشتمې نیټې سره سمون خوري، د جمعې د مبارکې ورځې د ماسپښین په دریو بجو پـه کـاروان انـسټیـټـیـوټ کی د قرآن مجید په څو مبارکو آیاتونو پرانستل شوه. د غونډې له پیل نه وړاندې استاد عزیز تحریک د پښتو لیکدود په اړه بهیر والو ته معلومات ورکړل. ښاغلي تحریک دا ځل په یاګانو بحث وکړ او یاګانې یې په پنځو برخو وویشلې چې لومړی یې ساکنه یا بې ټـکو (ی) چې په مفردو نومونو کې راځي لکه لمړی، کابلی، سړی. دوهم یې څرګنده یا لنډه (ي) چې په دې ډول کلیمو کې راځي لکه بیاتي،موچي، دریم یې اوږده (ې) چې دوه ټکي سر په سر لري او په لاندې ډول کلیمو کې راځي لکه ادې، مڼې، شیدې، تودې او د کلیمو په منځ کې لکه هېر، تېر، ډېر او داسې نور، څلورمه لکۍ لرونکې (ۍ) چې معمولآ په ښځینه کلیمو کې راځي لکه لنډۍ،غالۍ، ورۍ او داسې نور، پنځمه همزه لرونکې ( ﺉ) چې معمولا په امریه جملو کې راځي لکه وخورﺉ، واغوندﺉ، وکرﺉ اوداسې نور. د ښاغلي تحریک په وینا د دغو لیکچرونو لړۍ ته به په راتلونکو غونډو کې هم دوام ورکوي. له هغه وروسته غونډه د انجینر ستانه میر زهیر په ریاست او د ارشد خان خلیل په میلمتوب پیل شوه. د ستیج چارې صفي الله عمرخیل پر مخ بیولې. د غونډې په اِجندا کې د تیرې غونډې ریپوټ، کره کتنه او آزاده مشاعره شامل وو. د تیرې غونډې ریپوټ عابد علمي لیکلي ؤ. او غونډې ته یې د نقد لپاره واوراوه. د ریپوټ په اړه نثار صاحب وویل دا چې په ریپوټ کې د ښاغلي ځلاند په حواله راغلي وو چې دا مقاله ما د خپلې مطالعې په رڼا کې لیکلې ده. دلته مطالعه خپله د مآخذونو په شته والي دلالت کوي. او بل داچې په ریپوټ کې د ملګرو د کره کتنې متضاد اړخونه پیداکول ریپوټ قوي کوي.
کاروان صاحب وویل دا ریپوټ د نورو په نسبت ښه لیکل شوی ؤ، یوه خبره چې زه یې یادول غواړم هغه د کالونو سره د لیږدیز او زیږدیز په ځای که شمسي او میلادي ذکر شي ښه به وي.
عزت الله شمسزي هم د نثار صاحب خبره تایید کړه چه د مخالفو اړخونو پیداکول یوه موضوع ښه روښانه کوي.
اسمعیل څپه وویل په ریپوټ کې د غونډې پیل دوه ځلې ذکر شوی ؤ.
نورمحمد سعید د ریپوټ ستاینه وکړه او ریپوټ لیکونکي ته یې د لا بریاوو غوښتنه وکړه. د ریپوټ له کره کیدو ورسته سیدفخرالدین هاشمي خپل غزل کتنې ته وړاندي کړ.
لــمړي بیت: ړنګ مي د زړه د تاج محل ټول دېوالونه پراته لکه مات لاس مې اوس په غاړه کی وختونه پراته
په غزل لمړي حلیم شملزي نقـد پیـل کړ، هغه وویل که سپوږمۍ ته په ساینسي نظر وګورو، خپله رڼا نه لری او رڼا له لمرنه اخلي نو داسی یو شی چې رڼا نه لري مونږ باید د ښایست سره تشبه نه کړو. د شملری خبره عزیز تحریک د روهي صاحب پر یوه معقوله رد کړه چه وایي (شعر اوشاعري دمنطق ژبه نده).
غضنفر صاحب وویل د ژبې سبکونه یوشان نه دي او د هر لیکوال لپاره په سبکونو ځان پوهول یوه ضروري خبره ده. مونږ باید په دی سر خلاص کړو چې د ساینس ژبه دقیقه او د یو شی لپاره یو نوم لري، خو د ادب په ژبه کی یوې کلیمې ته واحد معنا نه شو ټاکلی. دلته غواړم د خبرې د لا وضاحت لپاره د اوبو مثال ورکړم چې د ساینس په ژپه کې ورته (ایچ دوه او) وایي چې د هایدروجن او اکسیجن له ترکیب نه جوړې شوې دي. خو د ادب په ژبه کې اوبه په ډیرو زیاتو معناوو راوړلی شو. په دې بیت کښی د ښاغلی شملزي ادعا دزړه په کلیمه وه چی په دقیقه معنا باید کاروول شوی وای. زه ورته وایم چه غزل د ادب یوه څانکه ده او داوبو په څیر زیاتې څواړخیزه او مجازي معناوی تری اخیستی شو.
نثار صاحب د غضنفر صاحب د خبری په تایدولو وویل چه په دې برخه کې دلایل بیخی زیات دی.
زهیرصاحب وویل ډیری داسې خبرې دي چې په مغز او نور حواسو پورې اړوندې وي خو مونږ یې په زړه پورې تړو.
کاروان صاحب وویل په هنر کې د یو شي نه یو څوک یو ډول او بل څوک بل ډول معنا اخلي له دې امله یوشی ډیرې معناوې لري، خو د ساینس علم په تجربه ولاړ دﺉ. دا بیت په دې شکل هم ډېر قوي دی، خو زما په نظر که د زړه په ځای خیال یا ژوند راشي د زړه سولیدلي لفظ به ترې لرې شی.
جیلاني جلان وویل د دې بیت په لمړۍ مصره کې د تاج محل کلیمه د اوردو یو سولیدلي لفظ دی خو دوهمه مصره یې شاعرانه ده.
عزیز تحریک وویل د عبدالله بختاني خدمتګار په وینا شعر جوړونه په دوه ډوله ده. چې یو یې الهامي یا فې البدیهه او بل یې هنري ده. زه وایم که دا د شاعر الهامي شعر وي صحیح دي ځکه الهامي شعر تر هنري قوي وي،او که هنري وي نو د ملګرو ترمیم د پکې واخلي.
جیلاني جلان د تحریک د خبرې په ځواب کې وویل چې دشعر الهام خو ابشار نه دی چې یو څوک د ترې لاندې ودریږي زما په فکر باید په شعر جوړولو کې تفکر او هنر زیات وکارول شي.
صدیق الله بدر وویل شعر دوه مرحلې لري؛ یوه یې د الهام ده چې یو چا ته د الهام په شکل د شعر په چوکاټ کې یو څه په ذهن کې ورشي، او بله یې د کشف مرحله ده چې سړي په خپل هنر د شعر په چوکاټ کې یو څه واچوي.
خو نثارصاحب دالهام د کلیمې مخالف ؤ او ویی ویل چی هنر او تفکر د شعر د تخلیق لوی عوامل دی او پدې بیت کې یې د زړه پرځای خیال غوره وباله.
لمړی بیت: سپوږمۍ زما د تنهایي ماښام ته ولې ژاړې هغه هم زه وم چې مې سر ته مړوندونه پراته
کاروان صاحب وویل: په هغه شعرکښې چې موسیقیت پکې وي د سړي په زړه کښې ځای نیسي. دا یو ساده بیت دی چې دوه حالتونه یې ښه تصویرکړي او موسیقیت هم پکښې دی.
خو جلان وویل په دې بیت کې شاعر د سپوږمۍ سره په تنهایې کې په خبرو کړلو یو ښکلی تصویر جوړ کړی.
عزیز تحریک وویل مونږ باید په شعر کښې یاګانې او لیک نښې مراعات کړو.
زهیر صاحب وویل که لمړۍ مصرې ته ندایه ورکړو یوه خطابیه مصره به ترې جوړه شي.
محمد الله کمال وویل دا بیت ما ته غیر طبیعي ښکاري ځکه ده باید راتلونکي ته د امید اظهار پکې کړي وای.
محب الله زغم وویل د ارواپوهنې له نظره کله چې یو څوک خفه شي په هر څه کې غم ویني. زه پدې بیت کی کومه ستونزه نه وینم.
نورمحمدسعید وویل سپوږمۍ له ده سره لمړۍ خوا خوږي کوي او بیا وروسته دی پیغور ورکوي.
دوهم بیت هغه د دنګې جنۍ کلی یې په بم ویشتلی اوس یوازې په کفن کې شنه خالونه پراته
محمد الله کمال وویل پدې بیت کې د بم کلیمه د یو پیوند شکل لري او بې له انسانه د خال وجود په کفن کې ناشوني دی.
غضنفر صاحب وویل په کفن کې خال زما زړه ته ونه لوید.
نثار صاحب وویل شین خال زمونږ په ادب کې ډیر ارزښت لري، که ډیره سخت ګیري ونه کړو دا ښه بیت دی.
تحریک وویل په معیاري ژبه کې جنۍ ته نجلۍ وایي که د دې بیت دوهمه مصره داسې راوړل شي اوس یې یوارې په کفن کې شنه خالونه پراته.
دریم بیت: ته به مو ګرد له بڼو نه کله په ورغوي پاک کړې ګل رنګه تا ته مو د عمر امیدونه پراته
غضنفر صاحب دا یو عالي بیت وباله.
عزیز تحریک یې د یاګانو ستونزه حل کړه او هم یې د لمړۍ مصرې په پای کې د سوالیې علامه او د دوهمې مصرې په آخر کې د ندایې علامه کیښوده.
غضنفر صاحب وویل ریښتیا هم زمونږ شاعران د یاګانو او لیک نښو ستونزه په خپلو شعرونو کې پر ځای پریږدي که مونږ د مکتبونو کتابونه وګورو دا ستونزې به مو ډیرې تر سترګو شي. د دې بیت کمال دا ؤ چې هم سوال دی هم زارۍ دي.
کاروان صاحب دا یو عالي بیت وباله او په ورغوي یې د دوست باڼه لمس کول یو ښکلی تصویر وباله.
څلورم بیت ستا د ظلمونو یو داستان یې له کابله یووړ له یوې کوپړۍ نه په قبر کې میخونه پراته
کاروان صاحب وویل په دې بیت کې د کوپړۍ له کلیمې سره همغږی نه ؤ.
غضنفر صاحب وویل د (یوې) کلیمې د داستان کلیمه یو څه کمزورې کړې ده.
محب الله زغم وویل دوهمه مصره د داسې راوړل شي (هلته په قــبر کې سر او میخونه پراته)
اجمل هوډمن بیت داسې ترمیم کړ (هرې کوپړۍ سره په قبر کې میخونه پراته)
مقطع یارانو دومره ؤ په یاد پس له مرګي هاشمي په یوه چوکاټ کې یوه تصویر ته ووګلونه پراته
محمدالله کمال وویل پدې بیت کې د هندویزم یو اننه وي تصویر پروت دی.
سحر صاحب وویل پدې بیت کې شاعر له یارانو یو قسم ګله کوي.
غضنفر صاحب وویل د مرګ نه د انسان یوه لویه ویره د هغه یوازیتوب دی.
کاروان صاحب وویل دا بیت د یو ښه انسان د نفس آواز دی.
محب الله زغم وویل د ارواپوهنې له نظره مینه په دنیا کې نه ماتیږي په دې بیت کې هم د شاعر په لاشعور کې یوه پټه مینه شته زما په فکر دوهمه مصره دې داسې راوړل شی ( په یوه چوکاټ کې یوه تصویر ته څو ګلونه پراته ).
کاروان صاحب وویل څو ګلونه په بیت کې یوه نازکه سکته راوړي.
غضنفر صاحب وویل تر څو ګلونو تنها په ګلونو کې زیاته مبالغه ده.
د کره کتنې په پای کې سید فخرالدین هاشمي د بهیروالو نه مننه وکړه چې پر غزل یې کره کتنه وکړه.
ورپسې یوه آزاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو پکې خپل شعرونه ولوستل.
په مشاعره او غونډه کې دغـو ښاغلو برخه اخیستې وه: پیرمحمد کاروان، محمدالله کمال، ارشد خان خلیل، فخرالدین هاشمي، نورمحمد سعید، اسدالله غضنفر، علم ګل سحر، شمس الدین شمس، ستانه میر زهیر، جیلاني جلان، حفیظ الله غښتلي، عزت الله شمسزي، محب الله زغم، قاضي زاده شینواري، اسماعیل څپه، صدیق الله بدر، نورالحبیب نثار، عبدالجبار څپاند، جاوید اوربل، صفي الله عمرخیل، ګل محمد آریوبي، احمد فرید عبیدي، نورګل شفق، افضلي شیرزاد، هارون پرهر، حلیم شملزی، میوند زهیر، ابراهیم حسن زی، صمیم الله صمیم، محمدین همدرد، مصطفی باور، زبح الله قرار، اسدالله نیازي او عابد علمي.
